دا چې په کې ادارې مرستیال همدرد ساپی ، دانجنيرۍ څانګې انجينر صاحبانو هر یو دانجنری څانګې مشر واجدالله یار ، انجينر شاهیدالله نیازی ، د څارونکې څانګې مرستیال عبدالحميد همت، محمد رحمان مومند او د پروګرام څخه نقیب الله عفوری ، سیف الرحمن احدی ، صادق کاکړ ملتیا کوله . یاد پلاوي د قره باغ ولسوالی د قلعه باز سیمه کې د ابتدایه ښوونځي د جوړیدو چارو څخه څارنه وکړه په یادو ساحو کې یې انجينرانو ته د کار ځینې اړینې لارښونې وکړي. د کار د ښه کفیت غوښتنه وشوه ، د یادو سیمو قومي مشرانو د وطن ادارې پلاوي سره په کتنه کې مننه وکړه او زیاته کړه چې ددغه ښوونځې په جوړیدو سره به د یادې سیمې اوسیدونکو بچیانو ته د زده کړو زمینه برابره شي. یاده دې وي چې دغه یاد ښوونځې د یونسیف په مالي ملاتړ جوړیږي چې شپږ خونې او یوه ځانګړی اداره به لری چې په یو جریب او دوه بیسوې ځمکه کې کې د شپږو میاشتو په موده کې ورغول شي