Phone +93-744-798-022
Notice: Test mode is enabled. While in test mode no live donations are processed.
د وطن پرمختیا او نوښت موسسې اداري پلاوي په مشرۍ چې پکې د یادې ادارې مرستیال همدرد ساپې ، دانجنيرۍ څانګې انجينر صاحبانو هر یو د انجينری څانګې مشر انجنر واجد الله یار ، انجينر شاهدالله نیازی ، ساحوې انجينر غلام ولي ،انجينر فضل الرحیم شیګوال چې د یونسیف ادارې څارونکى د وطن ادارې د څارونکي څانګې مدیر انجنير عبدالمقتدر یوسفزی صیب او انجينر عبدالحميد همت ملتیا کوله . یاد پلاوي د سروبي ولسوالی د چشمه وکا او بزګ خیلو سیمو کې د ابتدایه ښوونځيو د جوړیدو چارو څخه څارنه وکړه په یادو ساحو کې یې انجينرانو ته د کار ځینې اړینې لارښونې وکړي. د کار د ښه کفیت غوښتنه وشوه ، د یادو سیمو قومي مشرانو د وطن ادارې پلاوي سره په کتنه کې د یاد پلاوې هرکلی وکړ خوښې يې څرګنده کړه چې د یادو سیمو څخه څارنه کوي او زمونږ د نسلونو د سالمې روزنې لپاره مو ښوونځیو ډبره کیښوده . یاده دې وي چې دغه یاد ښوونځې د یونسیف په مالي ملاتړ جوړیږي چې شپږ خونې او یوه ځانګړی اداره به لري چې د بزګ خیلو په یونیم جریب کې او د چشمه وکا ښوونځې په دوه جریبه ځمکه کې د شپږو میاشتو په موده کې ورغول شي
Who We Are? Watan Development and Initiative Organization (WDIO) is a leading non-governmental, non-political, and non-profit organization dedicated to fostering sustainable development across Afghanistan.
Insert your mail for all update
Leave a Reply